شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ترور، وحشت، فحشا، فساد، ناامنی او تعصب له کفارو سره د دوستۍ طبیعي پایله ده!
بسم الله الرحمن الرحيم
ترور، وحشت، فحشا، فساد، ناامنی او تعصب له کفارو سره د دوستۍ طبیعي پایله ده!

خبر:

د روان میلادي کال د مې له ۳۱مې د جون تر ۳ مې کابل د یو لړ خونړیو چادونو او تاوتریخوالو شاهد و. د مې په ۳۱ مه د چهارشنبې په ورځ د المان سفارت ته نږدې يوه هیبتناکه او وېروونکې چادونه وشوه، چې د رسمې شمېرو پر اساس کابو ۱۰۰ کسه يې ووژل او ۴۶۰ نور پکې ټپيان شول. حال دا چې غیر رسمي او واقعي شمېرې تر دې زیاتې دي او تر اوسه لسګونه کسان د پېښې له ځایه بې درکه دي.

د جون پر دویمه د جمعې په ورځ سلګونو کسانو د خلکو د امنیت د ټينګښت په برخه کې د دولت په کمزورۍ د چادونې په ځای کې لاریون وکړ، چې د ولسمشر اشرف غنی او اجرایي رییس عبدالله عبدالله د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوله؛ چې د دواړو لورو (خلکو او نظامي ځواکونو) له لوري د تاوتریخوالي له سترو څپو سره مخ شول. په پایله کې پنځه لاريون کوونکي ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. وروسته د جون پر درېیمه په لاریونو کې د وژل شوو د جنازې په لمانځه او د تدفین د مراسمو په بهير کې درې پرلپسې چاودنې وشوې، چې لږ تر لږه اوه کسه پکې ووژل شول او ۱۰۰ نور يې ټپيان کړل.

تبصره:

پرلپسې خونړیو پېښو راتلونکي ته د خلکو انديښنې زیاتې کړې دي. په خلکو او سیاسي او قومي مشرانو کې يې قومي-ژبني درزونه نور هم پراخ کړي دي. په داسې کړکېچن حالت کې د شمال اتحاد ډېرو څېرو، چې زیاتره تاجک او فارسي ژبي دي، جمهور رییس، د ملي امنیت شورا رییس، د ملي امنیت عمومي رییس او د ولسمشرۍ د عمومي ګارد قومندان ته، چې افغانان او پښتانه دي، د انتقاد ګوته ونیوه او دولت يې په تنده لهجه د خونړیو پېښو په نه مخنیوي او د نژاد له مخې پر تبعیضي چلند تورن کړ. نو هغه احتمالي پایلې چې د چادونو او تاوتریخوالو له دغې څپې ترلاسه کېږي، په لاندې ډول دي:

۱. امریکا په افغانستان او سیمه کې د خپلو اشغالګرو ځواکونو د ساتنې لپاره، په لوی لاس د ولسمشر او اجرایي رییس په رهبرۍ، دوه سره دولت واکمن کړی؛ ترڅو دننه له قومي، نژادي او ژبنیو درزونو او څو ټوټې والي سره مخ وي او بهر په خلکو کې هم مشروعیت ونه لري. په داسې حالت کې دولت له کمزورۍ، کورنیو کړکېچونو او د ژوند په ټولو ډګرونو کې له بې کفایتۍ سره مخ کېږي او په دوامداره توګه د اشغالګرو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا پيدا کوي.

۲. په افغانستان کې د امریکا د لاسپوڅي دولت د تاسیس له پيله تر ننه په بېلابېلو طریقو لکه؛ وژنه، ترور او له واک څخه په تدریجي توګه د ګوښه کولو په واسطه هڅه کيږي، تر څو پخواني قومي مشران او مجاهدین له مفسد کولو وروسته د قدرت له ګدۍ ګوښه کړي؛ چې د جان کیري دولت د شمال اتحاد د قومي مشرانو او جهادیانو؛ چې زیاتره تاجک او فارسي ژبي دي، پر تابوت له ګلبدین حکمتیار؛ چې پښتون او د کورنیو جګړو په جریان کې د دوی سرسخت دښمن و، د مصالحې له لارې وروستی مېخ وواهه. تر دې چې د بلخ ولايت سرپرست دا ډول چادونې او د لاریون کوونکو ځپونکی چلند «ناځوانمردانه توطیې او په یوه ټاکلي سیاسي جریان مستقیم برید» وباله. دغه راز د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د اسلامي جمیعت ګوند سرپرست صلاح الدین ربانی پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه ولیکل، چې ژر تر ژره به "د نظام دننه تروریستانو او له هغوی سره د ملي حساب» په اړه خپل دريځ اعلان کړي.

۳. د ماکیاولي د شاګردانو دا ډول سیاستونو د افغانستان فضا پر توکمپالنه، نژادپالنه او ژبپالنه چټله کړې او د خلکو احساسات يې پر تاجک او افغان، پښتون او فارسی ژبي او… تجزیه کړي، چې تل له اشغالګرانو او استعمارګرانو سره مرستندوی واقع شوي. د افغانستان مسلمانان يې په خپل منځ کې اخته کړي او د اشغالګرانو او استعمارګرانو پر وړاندې مبارزه يې په بشپړ ډول د دوی له ذهنونو ایستلې.

۴. که د چاودنو قوت، پېچلتیا او مدیریت شوي تسلسل ته پام وکړو، مومو چې د دا ډول چادونو د مدیریت کچه د وسله والو ډلو له تخنیکي وړتیاوو او نظامي امکاناتو له کچې لوړه ده او د تورو استخباراتي ځالو، د کفارو د سفارتخونو او اشغالګرو ځواکونو په ځانګړې توګه امریکا او د هغې د کرایې قاتلینو له خوا هغو ته پر لاره هوارولو دلالت کوي. ټول شواهد پر دې دلالت کوي، چې چاودل شوی ټانکر له هوا نه ځمکې ته د توغوندي او يا بم په وسیله له ډېر له لرې واټنه په نښه شوی دی، چې دا ډول ستره چاودنه يې رامنځ ته کړه.

۵. د جان کیري کمزوري او دوه سره دولت، يو ځل بيا د لاریون کوونکو په ځپلو سره ثابته کړه، چې د خلکو حقونو او د دوی په اند «ډیموکراتیکو ازادیو» ته ارزښت نه ورکوي او تل د خلکو د لاریونو د ځپلو له لارې د کفارو د ګټو ساتنې او استبداد د دوام په لټه کې دي. په دې اړه په کابل کې د امریکا سفارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل: «په داسې حال کې چې په ډيموکراتیکه ټولنه کې د سوله ییزو لاریونونو هرکلی کوي، د جمعې په لاریونو کې ځينو "تنگ‌نظره" سیاسي عناصرو له دغه فرصته ګټه پورته کړه او تاوتریخوالي ته يې لمن ووهله». د امريکا سفارت د دغه اعلاميې له لارې په منافقانه ډول د دولت ځپونکی موقف تایید کړی او د خلکو لاریونونه يې "تنگ‌نظره" بللي دي.

۶. په نړیوال اړخ کې د چهارشنبې وېروونکې چاودنه، چې د المان سفارت ورودي دروازې ته نږدې وشوه؛ امریکا هڅه وکړه ترڅو د دغې سترې چادونې په وسیله المان او د نورو رقیبو هېوادونو رهبرانو ته داسې پيغام مخابره کړي، چې امریکا په ټولو استعمار شوو هېوادنو کې د المان او نورو ګټې ګواښلی شي. نو د واشنګټن د غوښتنو او تمایلاتو په مقابل کې باید بې تفاوته پاتې نه شي او یا يې هم مخالف عمل و نه کړي. هغه څه چې اروپا ته د ټرامپ په سفر د ناټو او جي ۷ هېوادونو په کنفرانسونو کې د ټرامپ او مرکل او د اروپا د نورو رهبرانو تر منځ په ښکاره ولیدل شول.

نو دا نه انکارېدونکی حقیقت دی، چې د پانګوالۍ د فاسدې ایډيولوژۍ او د هغې د چټل نظام دیموکراسۍ له راتګه وړاندې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د انتحار او انفجار ښکارنده اصلاً نه وه تجربه کړې. د فساد مختلف ډولونه، فحشا، فقر، بېکاري، انتحار او انفجار د امریکا او ناټو له اشغال سره یو ځای دې خاورې ته راغلل. نو تر کله چې د صلیبانو اشغال او استعمار پای ته ونه رسي، د لومړي تروریستي دولت امریکا، د هغې د نړیوالو شریکانو او محلي مزدورانو په وسیله د دغه ډول وحشیانه تېریو تسلسل به همداسې دوام ومومي. دوی به تل د دا ډول بریدونو مسولیت د همغه معلومو-مجهولو «اسلامپالو تروریستي ډلو» پر اوږو ورواچوي او د اسلامي امت پر وړاندې د جګړې، ترور او وحشت د شدت او د اشغالګرو ځواکونو، د هغوی د استخباراتو او په سیمه او افغانستان کې د هغوی د کرايي قاتلینو د زیاتوالي د توجیه لپاره به ګټه ترې اخلي. موږ باید د ډیموکراسۍ چټل نظام او له بالفعل محاربو کفارو سره دوستي له تجربې وړاندې رد کړې وی؛ خو اوس د دغه کفري نظام د تطبیق او له امریکا او ناټو سره د ستراتیژیکو او امنیتي تړونونو طبیعي نتیجه همدا وحشت، فحشا، فساد او ناامني ده او بس. مګر لا تر اوسه هم فرصت دی، چې له صفر څخه پیل وکړو، د ژوند په ټولو ډګرونو کې پانګوالي مبداء «ايډيولوژي»، د هغې چټل نظام ډیموکراسي، خاین او مزدور چارواکي رد کړو او د نبوت پر تګلاره د ريښتيني بدلون او یوازیني مشروع نظام «خلافت» د تاسیس لپاره ملا وتړو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر ولایه-افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې